IQNA

  د حشد الشعبي ساتنه د ټول عراقي ولس غوښتنه ده

5:36 - September 01, 2025
د خبر لمبر: 3491632
ایکنا - د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ  عمومی منشي  شیخ قیس الخزعلي په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د  الحشد الشعبي (عوامي بسیجي ځواک ) شتون د ټول  عراقي ولس غوښتنه ده.

 ایکنانیوز د العالم له قوله لیکلي دي ، الخزعلي  په یولړ څرګندونو کې وویل: د حشد الشعبي  ځواک د ادغام موضوع لومړی ځل د بریتانیې سفیر له خوا راپورته شوه.

هغه زیاته کړه: کله چې مونږ د امریکائي پوځیانو د وتلو غوښتنه کوو، نو دوي وائي چې داعش لا هم شته، خو کله چې دوي د حشد الشعبي د ړنګولو غوښتنه کوي، ادعا کوي چې داعش کمزوری شوی او د حشد الشعبي  ځواک شتون ته اړتیا نشته.

الخزعلي وویل: د حشد الشعبي  شتون عراق ته اضافي ځواک ورکړی او دا ځواک د هیواد د واقعي اطمینان سرچینه او د یووالي د ساتنې وسیله ده.

هغه ټینګار وکړ: مونږ د خپلو امکاناتو، د مرجعیت فتوا، مقاومتي ډلو، د ولس د بچیانو د  هڅو او د ایران د اسلامي جمهوریت او د لبنان د حزب‌الله ولسی غورځنګ په  ملاتړ سره یوه ریښتینې بریا ترلاسه کړی شوه.

د عراق د  عصائب اهل الحق غورځنګ عمومی منشي وویل: مونږ نه یوازې دا چې د داعش پر وړاندې له مبارزې  له کمو زیانونو سره بلکې لویې لاسته راوړنې او بریاوې مو هم ترلاسه کړې.

الخزعلي زیاته کړه: داعشي تکفیریان د عراق لپاره تر ټولو لويه او سخته ننګونه وه، چې موخه ئې په ټول عراق کې مذهبي جګړه رامنځته کول وو.

هغه وویل: د عسکریین حرمینو بمبارول  د عراق د سوځولو لپاره د یوې لوئې دسیسې  په توګه وو.

الخزعلي زیاته کړه: سره له دې چې دا یوه لویه غمیزه وه، د الهي ارادې، دیني مرجعیت شتون او د ولس د بیدارۍ له امله دا پېښه رامنځته نه شوه او ستره دسیسه شنډه شوه.

هغه وویل: د ۲۰۱۹ کال لاریونونه او اعتراضونه له وړاندې پلان شوي وو او د سیمې ډېری حاکمان  ترې خبر وو.

الخزعلي زیاته کړه: عراق هغه دورې تېرې کړې چې لومړی وزیر په یوې فضا او د بهرنیو چارو وزیر په بلې فضا کې وو، او مونږ دا وضعیت تجربه کړی او دا حالت لا هم دوام لري.

د عراق  ولسی بسیجي ځواک  (الحشد الشعبی )د عراق د پوځي ځواکونو یوه برخه ده او د دغه  هیواد د وسله‌والو ځواکونو د عمومي قوماندان تر قوماندې لاندې ده.

دا  ځواک  وروسته له دې  جوړ شو چې د عراق ستر دینی مرجع آیت‌الله «سید علي سیستاني» د داعش تکفیري - ترهګرې ډلې له خوا د عراق پر پراخو سیمو له تسلط وروسته د جهاد کفائي فتوا صادره کړه، او دغه غورځنګ  د داعش ترهګرو له شره د عراق د خلاصولو په برخې کې مهم رول ولوباوه.

https://iqna.ir/fa/news/4302532

captcha